د هلمند په کجکي کې یو روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت کجکي ولسوالۍ کې د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو. د کجکي ولسوالۍ په ګندُم رېز سیمه کې د «عمري‌الشفا معالجوي» په نوم دغه روغتون د یوه ملي سوداګر له‌خوا جوړ شوی دی. د یاد روغتون د پرانېستې په اړه جوړو شویو مراسمو کې د کجکي ولسوالۍ مرستیال حاجي سېلاب دغه روغتون د کجکي ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتونو وړاندې کولو لپاره خورا مهم وباله.

وروستي مطالب

پنجشېر کې د ۲۰ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې دي

نوي مطالب

غور کې د افغان پوسټ مدیریت نږدې ۵ میلیونه عواید راټول کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور