د هیواد له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې کيفيته تېل ایران ته استول شوي

د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د افغانستان له ګمرکونو د بې کيفيته وارد شویو تېلو شاوخوا ۶۰ ټانکرونه بېرته ایران ته استولي دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ټانکرونه یې د فراه له ابونصر فراهي او د نیمروز او هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو ایران ته ستانه کړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د نفتي موادو د کيفيت او څارني رياست د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګمرک کې ۲۰ ټانکره، د نيمروز په ګمرک کې ۲۸ او د هرات د تور غونډۍ په ګمرک کې ۱۲ ټانکره بې کيفيته تيل تر معلومولو وروسته بیرته ایران ته ليږلي دي.

وروستي مطالب

غزني کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې

نوي مطالب

په غزني کې د ځينو رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور