د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې جوړولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ۹۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت، د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې، له يو څه ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي. د ښاروالۍ د مسوولین وایي، چې د کابل- لوګر سړک پاتې برخه د ښار په دننه کې موقعیت لري چې د جوړولو چارې یې د افغانستان سرپرست حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې، کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي. د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه (له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې)‌ د اووه کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې په معياري ډول جوړېږي او چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

وروستي مطالب

د چاه بهار بندر له لارې د ترانزیت د پراختیا په تړاو خبرې شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور