د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مسولین وايي، د لوی اختر په رانږدې کېدو او د نرخنامې د تنظیم او پلي کېدو او د احتکار د مخنیوي په موخه یې، په بازارونو کې د کنټرول او څارنې لړۍ پیل کړې ده. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، د لوی اختر په مناسبت په ۳۵ نمبر نرخ پاڼه کې یې وچه میوه شامله کړې ده. نوموړی وايي، هر هغه څوک چې له دغې نرخ پاڼې سرغړونه وکړي، کابل ښاروالۍ به ورسره قانوني چلند وکړي. بارکزی وايي، چې د ښاروالۍ د اړیکو شمېره ۱۵۵ ده او د کابل په ټولو سیمو کې د خلکو د همکارۍ لپاره حاضر دي.