د ټولګټو چارو سرپرست وزیر کندهار ته د سفر پر مهال د کابل-کندهار لویې لارې له رغنیزو چارو لیدنه کړې او اړوندو شرکتونو ته یې لارښوونه کړې څو ورسپارل شوې چارې په ښه کيفيت سره په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یو خبرپاڼه کې ویلي، د ټولګټو چارو سرپرست وزیر پر لویو لارو له ټاکلې اندازې د زیات وزن لېږدونکو موټرو د جدي څارني سپارښتنه هم کړې ده.