د کابل ۱۷ مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د څلورمې او ۱۷مې ناحیې اړوند د سرای شمالي او نادریې لېسې د څلورلارو تر منځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک ۳۲۸۹ متره اوږدوالی او د ۲۰ – ۳۰ مترو پورې سور لري. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په څلورو برخو کې د یاد سړک د لښتیو، خاورینې برخې، کیندنو، خاورې لېږدولو او د خنډونو پاکولو چارې روانې دي او هڅه کیږي چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې چارې په ښه کیفیت سره د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.

وروستي مطالب

د کابل ۱۷ مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې روانې دي

نوي مطالب

هرات کې ۱۵۰ نورې صرافۍ تړل شوې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور