د کورنیو چارو وزارت له لوري د غزني د اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره ودانۍ جوړیږي.

د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رئیس مولوي شریف الله الهام وایي چې د غزني د اندړو او ناوې ولسوالۍ لپاره د یاد وزارت په انکشافي بودیجې دوه درې پوړیزې ودانۍ جوړېږي چې ۳۰ خوني به ولري او په کې به د یادو ولسوالیو ټول اداري واحدونو ځای پر ځای شي.
په ورته وخت کې د غزني والي حافظ محمد امین جان عمري د کورنیو چارو وزارت له یادې کړنې هر کلی کوي او وایي چې په لټه کې دي تر څو د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د دغه ولایت پاتې نورو ولسوالیو ته هم اداري ودانۍ جوړ کړي.
په همدې حال کې د اندړو ولسوالۍ مرستیال وایي چې د ولسوالۍ ودانۍ د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یادې ولسوالۍ د ودانۍ په جوړېدو سره به دغه ستونزې پای ته ورسېږي.
د یادوني وړ ده چې غزني ۱۸ ولسوالۍ لري او له یادې جملې څخه یې جغتو، رشیدان، خوګیاني او آب بندي ولسوالۍ همدا اوس هم معیاري ودانۍ نه لري.

وروستي مطالب

وروسته له دې مسافر وړونکي موټر د بار لېږد اجازه نه‌لري

نوي مطالب

فرضي کرښې ته څيرمه د پکتیا په ډنډ پټان کې یو روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور