د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ، نن د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي پروګرام پیل کړ.
د یاد پروګرام په پرانیست غونډه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال ډاکټر زين العابدين عابد، د انسان په ژوندانه او د چاپېریال په سمسورتیا کې، د نیالګیو کېنولو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه اداره په پام کې لري د راتلونکي لمریز کال په بهير کې د هېواد په کچه څه باندې دوه ميليونه نيالګي کېنول شي او د پلان له مخې، تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې به تر ۲۰۰ ميليونه مثمر او غیر مثمر نيالګي د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې کېنول شي.
هغه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې د نیالګیو کېنول، یوه غوره او مهمه لاره وبلله او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د نیالګیو په کېنولو سره دې، د هېواد د چاپېریال په سمسورتیا او ساتنه کې ونډه واخلي او د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې خپل مسئولیت ترسره کړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د سرسبزۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره پلان لري د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهير کې يو ميليون نيالګي د کابل په بېلابېلو سيمو کې کېنول شي.
همدا رنګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين مولوي صدراعظم عثماني، د نيالګيو کېنول د انسان د ژوند يوه مهمه اړتیا یاده کړه او ویې ویل چې د کرنې وزارت څو ورځې وړاندې په هېواد کې د نیالګیو کېنولو سراسري کمپاین پیل کړ او د خپل پلان له مخې، په ۱۴۰۴ لمريز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۱۶ ميليونه میوه لرونکي او زینتي نيالګي کېنوي.
د غونډې په بهیر کې د «ټيالاو» اړیکو دفتر مؤسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم، وویل چې اوسمهال نړۍ د اقلیم بدلون له جدي ګواښونو سره مخ ده او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې شومې پدیدې له ناوړو اثراتو څخه ډېر زیانمن شوی دی.
هغه له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د چاپېریال ساتنې په برخه کې پر فعالو کورنیو او بهرنیو بنسټونو یې غږ وکړ چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.
ورته مهال، په افغانستان کې د «یوناما» دفتر استازي الن فیلس، افغانستان هغه هېواد وباله چې د څو لسیزو تپل شویو جګرو له امله یې چاپېریال سخت زیانمن شوی او په وینا یې دغه شان ستونزو ته رسیدنه د ټولو ګډ مسئولیت دی.
هغه ژمنه وکړه چې «یوناما» د یادو ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان ترڅنګ دی او هڅې به وکړي چې چاپېریالي موضوعات غیر سیاسي او په دې لاره کې ټول سره متحد شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، هم د نیالګیو کېنولو پر ښېګڼو خبرې وکړې او ویې ویل چې نیالګي د هوا مضر اثرات راکموي او د هوا په پاک ساتلو کې مهم رول لوبوي، دغه راز هوا ته رطوبت ورکوي او تر ځمکې لاندې اوبو ظرفیت لوړوي.
نورو ویناوالو هم، په خپلو خبرو کې له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د نیالګیو کېنولو په برخه کې له چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالیو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او نورو ادارو سره همکاري وکړي او د طبیعت او چاپېریال په پاکوالۍ، ساتنه او سمسورتیا کې خپل مسئولیت ترسره کړي.
د غونډې په وروستۍ کې، د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو په ازستازیتوب احمد شاه الکوزي، ژمنه وکړه چې په یاد ملي پروګرام کې به له ټولو اړوندو ادارو سره پوره همکاري کوي او له کابل ښاریانو څخه یې وغوښتل چې د ښاري نظم د پیاوړتیا، پاکوالۍ او سمسورتیا په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.