د افغانستان بانک لومړي مرستیال ويلي، د تېر کال په پر پرتله سږ کال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵ اعشاریه ۴۲ سلنه لوړه شو دی. د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد اغا زیاته کړې، چې سږ کال نوي بانکنوټونه چاپ شوي او ډېري یې هېواد ته رالېږدول شوي او د بازار د اړتیاوو او پولي سیاستونو له مخې به وړاندې شي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له تېر يوه کال راپدیخوا د هېواد په پنځه زونونو کې د څلور اعشاریه اووه ميليارده افغانيو پر ارزښت زاړه بانکنوټونه له منځه وړل شوي دي.