د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست د روزګان له والي سره په کتنه کې د اوبو او انرژۍ پروژو په اړه خبرې کړې دي. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د روزګان والي د اوبو او انرژۍ پروژو د اړتیا په برخه کې د خلکو ستونزې او وړاندېزونه په ځانګړې توګه د اغاجان بند پروژه، د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکه کړې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم د روزګان والي ته ډاډ ورکړی چې د اغاجان بند تخنیکي چارې بشپړې شي نو رغنیزې چارې به یې هم ډېر ژر پيل شي. دغه راز ټاکل شوې، چې په ياد ولایت کې د عوفي بهرام شرکت په پانګونې سره، د پنځه میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانیسته هم وشي.