د زابل ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یاد ریاست لپاره د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ریاست د ودانۍ نشتون له امله دوی تر اوسه په کرايي ودانیو کې خپلې چارې پرمخ وړي. د دوی په خبره اوس د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورته د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.