د ټولګټو چارو وزارت وایي چې سالنګ لویه لار تر څلورو ورځو تړل کېدو وروسته نن د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
یاد وزارت پر خپله ټویټر پاڼه له ټولو هېوادوالو غوښتي څو د سالنګ لارې څخه د تېرېدو پر مهال د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي.