سرپرست حکومت د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې پرمختګ کړی

تېرو څه باندي درېیو کلونو کې سرپرست حکومت د بېلابېلو لاسته راوړنو ترڅنګ په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ لري.

د افغانستان سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو سره ښه تعامل او په دغه هېوادونو کې فعالې استازولۍ لري.

مولوي ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري ترڅو په نړیواله ټولنه کې د افغان ولس د غږ اورېدو لپاره استازی شتون ولري.

ورته مهال د چارو شنونکي وايي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د نړۍ په شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې فعالې سیاسي استازولۍ لري، چې افغانستان کې هم د اسلامي همکاریو سازمان او یوناما په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازولۍ فعالیت کوي.

Read Previous

هېواد کې په میلیونونو مېوه لرونکي او بې‌مېوې نیالګي کېنول کیږي

Read Next

د اسلامي امارت بیرغ باید په هغو ځایونو کې ولګول شي چې ورته پاملرنه کیږي

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Most Popular