د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعت اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، افغانستان کولی شي په سیمه کې په مهم صنعتي مرکز بدل شي، چې د صنعتي تولیداتو لپاره مهم او غني عوامل موجود دي.
نوموړي ویلي، د صنعت وده د هېواد د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا لامل کيږي او سرپرست حکومت په ټوله مانا د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی. نوموړي له صنعت کارانو غوښتي، چې د صنعت د ودې لپاره دې کیفیت او کميت ته پاملرنه زیاته کړي.
بلخوا د هېواد د صنعت او سوداګرۍ خونۍ مرستیال محمد یونس مومند په دغو مراسمو کې وویل، دا مهال د هېواد ۸۰ سلنه اړتیاوي په کور دننه پوره کېږي او پاتې ۲۰ سلنه په بهرنیو توکو تکیه شوې ده. مومند زیاته کړې، اوس مهال په هېواد کې صنعت مخ پر ودې روان دی او په دې برخه کې لا زیات کار کولو ته اړتیا ده.
نوموړي د سرپرست حکومت له مسوولینو وغوښتل، چې له بهره راتلونکو تولیدي فابریکو ته دې د ځمکو په ورکولو کې ور سره پوره همکاري وکړي.