سرپل کې د تېلو د استخراج ۲۳مه څاه پرانيستل شوه

د آفچین کمپنۍ مسوولینو په سرپل ولایت کې د قشقري سیمې د ۲۳م نمبر د تېلو استخراج څاه د پرانیستلو خبر ورکړی دی. د آفچین کمپنۍ د عامه اړیکو مسوول انجنیر امرالدین علیزي ویلي، چې د قشقري څاه ګانو د تېلو د استخراج د چټکولو او ظرفیت لوړولو په موخه د چین او قزاقستان هېوادونو څخه ۲۰۰ موټره نوي تجهیزات او ماشينونه را انتقالوي. نوموړي زیاته کړه چې د قشقري ٢٣م نمبر څاه په پرانیستلو سره به د دغې سیمې د تېلو استخراج کچه لوړه شي او ډېر ژر به د آق دریا او زمرد سای سیمو د تېلو استخراج پيل شي. د یادونې وړده، چې تر اوسه ۷۹ موټره نوې تجهیزات قشقري سیمې ته رسېدلي، او تمه ده چې د ټولو وسایلو له رسېدو سره به په آمو دریا سیمه کې د تیلو د استخراج سرعت او ظرفیت لوړ شي.

وروستي مطالب

له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو صادراتو کې زیاتوالی راغلی

نوي مطالب

د افغانستان پر فضا د الوتنو شمېر زیات شوی دی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور