سوداګریزې ودانۍ باید د موټرو تم ځای ولري

د کابل ښاروالۍ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې په کابل ښار کې د سوداګریزو ودانیو خاوندانو ته خبر داری ورکړی دی، چې د خپلو ودانیو په لاندیني پوړ کې د موټرو لپاره تم ځای جوړکړي. د کابل ښاروالۍ د مالوماتو له مخې دا چې ډېری سوداګریزې ودانۍ د موټرو تم ځای نه لري؛ نو ډېری خلک موټرونه د سړک په سر دروي، چې دې چارې ښاري نظم ګډوډ کړی او د ګنې ګوڼې لامل شوی دی. په خپره شوې خبر پاڼه کې په دې ټنګار شوی، چې په ښار کې د سوداګریزو ودانیو درلودونکي باید ژر ترژره د موټرونو د تم ځای لپاره د ودانۍ لاندینی پوړ ځانګړي کړي؛ که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي او بیا به د شکایت حق نه لري.

وروستي مطالب

نېمروز کې د ۱۲ کليو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې

نوي مطالب

غزه کې د قطر په منځګړيتوب اوربند پیل شو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور