شبرغان کې د ګازي برېښنا د تولید پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار شوی

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د چینایي یلو‌ریور شرکت له مسولینو سره شبرغان د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولېد پروژې په تړاو د همغږۍ ناسته کړې. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یاد چینایي شرکت له مسوولینو سره شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د چارو د ارزونې په دې ناسته کې د چارو د چټکتیا او عملي پیل په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې د یاد شرکت مسولینو ته ډاډ ورکړی او ټينګار یې کړی، چې ډېر ژر دې له کانونو او پټرولیم وزارت سره اړینه همغږي رامنځته او د پروژې عملي چارې دې ژر پيل شي.

وروستي مطالب

کندهار کې د تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنیوی شوی

نوي مطالب

هلمند کې ۲۷ کیلومتره سړک او ۳۵۰ متره پل جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور