عدلیې وزارت: له کډوالو دې دکورونو په کرایه کې کمېشن نه اخیستل کېږي

عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو څخه غوښتي، چې د تازه راستانه شویو افغانانو لپاره د کورونو او جایدادونو کرایه کولو پر وخت له کمېشن اخیستو ډډه وکړي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له یادو دفترونو غوښتنه کړې، چې د کرایې اصلي بیې خلاف په لوړه بیه کورونه په کرایه ور نه کړي. د عدلیې وزارت د کورونو پر څښتنانو هم غږ کړی چې د خپلو کورونو په کرایه کولو کې له تازه راستانه شویو کډوالو سره همکاري وکړي او د کرایې بیې ورته ټیټې کړي. په خبرپاڼه کې له سرغړونکو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړ شوی دی.

وروستي مطالب

په بلخ کې د اوبو رسولو يوه پروژه د ۲۵۸ میلیونو افغانیو په لګښت پلي کېږي

نوي مطالب

میدان وردګو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت چکډيمونه جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور