د غزني ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مقر اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي. د دوی په وینا، ټاکل شوې دغه ښوونځی د مقر ولسوالي په عزتکلا کې په څلورنیم میلیونه افغانیو د خلکو له لوري جوړ شي. د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق ویلي چې د دغه ښوونځي د جوړولو چارې پرون پر یو جریب ځمکې پیل شوي او ۱۲ درسي ډولګي، اداره او نورې ټولې اسانتیاوې به ولري. د یادونې ده چې د غزني د ګیلان ولسوالي اوسېدونکو بیا درې ورځې وړاندې په خپل لګښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پیل کړې دي.