غزه کې د قطر په منځګړيتوب اوربند پیل شو

د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، چې غزه کې دحماس او اسرائیلو تر منځ اوربند نن پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي.
قطري رسنیو ویلي، چې اوربند ورځو کې به حماس ۵۰ اسرائیلي بندیان او اسرائیل ۱۵۰ فلسطیني بندیان ازادوي او همدارنګه به هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ د کومکي موادو موټر غزې ته داخلېږي.
بلخوا د فلسطین ځايي سرچینې وايي، چې تمه ده د دې هوکړې له مخې به ۳۰۰ فلسطیني بندیان ازاد شي.

وروستي مطالب

سوداګریزې ودانۍ باید د موټرو تم ځای ولري

نوي مطالب

د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د امنيتي پلان د ترتيب په موخه ګډه ناسته کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور