د غور ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې پرون د دغه ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په چشمه سفید سیمه کې د یوه پلنکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ١٤ نور ټپیان شوي دي. د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده. ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او ډېری ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.