په غور ولایت کې د افغان پوست مدیریت خبر ورکړی، چې د روان کال په وروستیو لسو میاشتو کې یې نږدې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. په دغه ولایت کې د افغان پوست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دوی د روان کال له وري مياشتې نه د لېندۍ تر وروستيو پورې ۴ ميليونه ۷۰۰زره افغانۍ راټولې کړي او د دولت حساب ته يې جمع کړي دي. د مالوماتو له مخې په دې وروستیو کې د افغان پوست له لارې د تعلیمي او تحصیلي اسنادو د وېش سیستم هم رامنځته شوی او له دې وروسته به دغه اسناد د اړوندو وزارتونو له لارې دغه دفتر ته استول کېږي او د همدې دفتر له لارې به وېشل کېږي.