فراه کې د اوبو د ۱۱ کوچنيو بندونو رغينزې چارې پیل شوې

په فراه ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست له لوري د اوبو د ۱۱ کوچنيو بندونو رغينزې چارې پیل شوې. د يادو بندونو د رغنيزو چارو د پرانيستې پر مهال د کلیو ،بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وویل چې دغه ۱۱ کوچني بندونه د یاد ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د دغه وزارت له بودجې څخه د ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کېږي چې له ډلې یې د ۲ بندونو رغنیزې چارې پیل شوې. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې یاد بندونه د باراني اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په موخه جوړېږي. ورته مهال د فراه مرستيال والي وویل چې د دې ولایت د وګړو ټولو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.

وروستي مطالب

داقتصادي کمېسیون غونډه کې د برېښنا اړوند مهمې پروژې تایید شوې

نوي مطالب

هند:افغانستان سره مو اړیکې د دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور