فراه کې د ۳۹ ښوونځيو ودانۍ بيارغول شوې دي

د فراه ولایت د پوهنې رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۳۱ میلیونه ۱۸۹ زره افغانيو په لګښت د ۳۹ ښوونځيو ودانۍ بيارغول شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه د ښوونځيو یادې ودانۍ د پوهنې رياست د داخلي بودجې د ۸ ميليونه ۹۳۲ زره افغانيو په لګښت د ۱۷ ښوونځيو د بیا رغولو ترڅنګ، د يو ميليون ۴۶۶ زره افغانيو په لګښت د ياد رياست ودانۍ او د ساتونکو ځانګړې خونه او د ناستو تالار هم رغول شوی دی. د یاد ولایت د پوهنې رياست مسوولین وایي، چې د تېر کال په بهير کې د فراه ښار په ګډون په يو شمير ولسواليو کې يونيسف د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت, د اتو ابرار مؤسسې د ۲۰ زره ډالرو په لګښت, د اتو او ودان مؤسسې د ۶۱۳ زره افغانيو په لګښت د شپږو ښوونځيو ودانۍ بيا رغول شوي او دغه راز د يونسيار مؤسسې په مالي ملاتړ د۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي دوه پوړيزه ودانۍ هم تر کار لاندې ده او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

وروستي مطالب

روان کال ۲۶ زره ښځې په دندو ګومارل شوې دي

نوي مطالب

پاکستان تر روژې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پيلوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور