فرضي کرښې ته څيرمه د پکتیا په ډنډ پټان کې یو روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته‌ څېرمه د عاجلو ناروغانو د درملنې لپاره یو روغتونو جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه روغتون د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ترکیې د ندا الخیر ټولنې په مالي لګښت او د نصیر خیریه بنسټ په همکارۍ جوړ او پرون رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه روغتون تر جوړېدو مخکې د پټان ولسوالۍ اوسېدونکو خپل عاجل ناروغان پاکستان ته اړول کېدل.

وروستي مطالب

د کورنیو چارو وزارت له لوري د غزني د اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره ودانۍ جوړیږي.

نوي مطالب

بادغيس کې د حلقوي سړک د یوې برخې کار پيل شو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور