په لغمان کې ۵۲ ډول ډول الوتونکي د ښکاریانو له منګولو خلاص او طبیعت ته ازاد شول.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ د لغمان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسئولینو د وحشي ژوو، ماهیانو او الوتونکو د بې رحمانه ښکار د مخنیوي او د د ریاست الوزرا مقام د حکم د پلې کولو په موخه، په لغمان کې د ښکار د مخنیوي کمپاین پیل کړی، چې د دغه کمپاین په بهیر کې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، کرنې او استخباراتو ریاست د استازو په همغږۍ د مهترلام ښار د الوتونکو د خرڅلاو له مارکېټ څخه څارنه وشوه. د دې څارنې په پایله کې ۵۲ ډول ډول الوتونکي (باښې، باد خورک او شاهین) مرغان له ځینو اشخاصو او هټۍوالوڅخه ترلاسه او بېرته طبیعت ته ازاد شول.