د بلخ ولایت له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستان هېواد پورې د اوسپنې پټلۍ د بيارغولو چارې پیل شوې دي. د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې اداري او مالي مرستیال وایي، چې یاده اداره تل کوښښ کوي چې دې ته ورته نورې پروژې هم پلې کړي. همداراز د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس بیا ویلي، چې دغه تړون له يوه ازبکستاني شرکت سره د ۶ ميليونو او ۳۰۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت ترسره شوی چې د ۳ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي. هغه د پیل شوې پروژې اوږدوالی ۷۵ کيلومتره ياد کړی، چې د مزارشريف ښار د هوایی ډګر څخه تر ازبکستان هېواد پوره بيارغول کېږي.