د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې. د دې پروژې مسوولین وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې یې تر دې وروسته بشپړې شي. د ملي پراختیا شرکت د تصدۍ رييس محمد میرویس ارغندیوال وايي، د دې ماڼۍ د جوړېدو ټولیز لګښت دوه میلیارډه افغانۍ دی او ټاکل شوې چې تر درېوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.