له کابل ښاره تر اوسه۴۹ زره سوالګر ټول شوي دي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر دې دمه یې له کابل ښاره تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي دي. د دغه معینیت یوه چارواکي حسیب الله احمدي ویلي، چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۹۶۴۱ سوالګر ټول کړي. هغه ویلي، چې د دغو سوالګرو له ډلې ۱۴۹۳۲ یې ښځینه، ۲۲۷۲۵ یې نارینه او ۴۰۶۵ ماشومان وو. د دغو شمېرو له مخې، د سوالګرو لویه برخه ښځینه جوړوي. د هغه په وینا، دغه سوالګر له راټولو وروسته ځانګړو کمېسیونونو ته ورپېژندل کېږي او له تثبیت وروسته دوی ته لازمې حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او ترڅنګ یې ورسره نورې مرستې هم کېږي. خو کابل ښاریان وایي، د دغې پروسې له پیل راهیسې لاتراوسه په پلازمینه کې د سوالګرو شمېر نه دی کم شوی.

وروستي مطالب

نورستان کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو هڅې پيل شوي

نوي مطالب

کابل ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور