لوګر کې د ٩ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیلېږي

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې د آسانتیاوو د برابرولو په موخه د ۴ پروژو چارې پیل شوې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي؛ د دغې پروژې چارې د یاد ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې چارې به یې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې بشپړې شي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره یادو پروژو کې د پاکو اوبو لپاره پر لمریزې برېښنا سمبال د ژورو څاګانو کېندل، د کانکریټي کثافت دانیو، لاس مینځلو ځایونو او بیت الخلا جوړول شامل دي.

وروستي مطالب

نيمروز کې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت سړګ رغېږي

نوي مطالب

افغان حکومت سره باید د خبرو دروازې ونه تړل شي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور