لوګر کې ۲ ښوونځي د ۱۰میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول کیږي

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د مرکز اړوند په دوو ښوونځیو کې د یونیسف نړیوال سازمان ادارې په مالي ملاتړ د ١٠ میلیونه افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې پلې کېږي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب رسنیو ته ویلي، چې د مرکز اړوند شلوک او ملک شېر احمد کوچي په ښوونځیو کې د یونیسف له لوري د ١٠ میلیونه افغانیو په لګښت احاطوي دېوالونه، د څښاک اوبو شبکې، ژورې څاه ګانې او عصري تشنابونو جوړيږي. عرب وویل، چې د یادو رغنیزو پروژو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

وروستي مطالب

قطر په افغانستان کې لس روغتیايي مرکزونه جوړوي

نوي مطالب

په تېرو دوو میاشتو کې د ۸ کانونو تړونونه لاسلیک شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور