د ننګرهار د کرنې رییس وايي، چې سږکال د دې ولايت په ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي، چې حاصل یې ۸۹ زره مټريک ټنه اټکل شوی دی. د ولایتي مسوولینو په وینا په ننګرهار کې د ګوړې جوړولو ۱۴۴ ګاڼۍ فعالیت کوي. د اټکل له مخې سږکال به ننګرهار شاوخوا پنځه زره مټريک ټنه ګوړه توليد او د هېواد بازارونو ته به یې عرضه کړي.