ننګرهار کې ۱۵۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په ننګرهار کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «ایکو» موسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په لاجګړ کلي کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د اوبو رسولو د یوې شبکې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. په یاده شبکه کې د ۵۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۰۸ شیردانونو نښلول او د ۲۰۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي. د یادې شبکې په ګټې اخیستنې سره، د یاد کلي ۱۵۰۰کورنیو، د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

وروستي مطالب

بادغیس کې یو صنعتي پارک جوړېږي

نوي مطالب

بغلان کې دسېلابونو له امله ۳ لکه ۱۰ زره ماشومان اغېزمن شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور