د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس قسمت الله مبارز وایي، چې د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ۱۸ بېلا بېلې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې ۶,۵ کیلو متره سړکونه، ۱۵۵۸ متره استنادي دېوالونه، ۵ سربندونه، ۲۶ پلچکونه او ۱۲،۵ کیلو متره کانالونو پاکول شامل دي.