هرات کې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خطاطانو ټولنې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستلی دی. د یاد ولایت د خطاطانو ټولنې مسوولین وایي، چې دا نندارتون د اسلامي او اصیلې هراتۍ خطاطۍ د ژوندي ساتلو په موخه جوړ شوی دی. د مسوولینو په خبره په دغه نندارتون کې د امان‌الله پویا ۴۹ ډوله بېلابېل اثار لکه نستعلیق، مات نستعلیق او د لومړۍ پېړۍ کوفي خطاطي نندارې ته اېښودل شوي دي. دغه نندارتون ته (حدیث دوست) نوم ورکړل شوی، چې د صلاح‌الدین سلجوقي په تالار کې جوړ شوی، پنځه ورځې دوام کوي او دوه ورځې یې مېرمنو ته ځانګړې شوې دي.

وروستي مطالب

په غزني کې د ځينو رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې دي

نوي مطالب

پنجشېر کې سل هکتاره نوی ځنګل جوړ شوی دی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور