هرات کې د ۴ نیم میلیونه ډالرو په لګښت پروژې بشپړې شوې

د هرات ولایت ځایي چارواکو د یاد ولایت په انجیل، ګذره، او زنده جان ولسوالیو کې د څلور نیم میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۵۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د مالوماتو له مخې په دې پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سړکونه، استنادي دیوالونه، کارېزونه او کانالونه جوړول شامل دي، چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د هرات ځایي چارواکي وایي، چې دا ډول پروژې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اساسي رول لري. د یادولو وړ ده، چې د سر پرست حکومت په راتګ سره په هېواد کې سلګونه ټولګټې پروژې بشپړې او دغه راز ګڼ شمېر نورو رغنیزې چارې روانې دي.

وروستي مطالب

کندهار کې ویجاړ شوي ښوونځي بیا رغول کیږي

نوي مطالب

تېره اونۍ ۱۰۰ زره سیلانیانو له بامیانو ولایت څخه لیدنه کړې ده

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور