هرات کې زلزله ځپلو ته ۵۴۷ نور کورونه وسپارل شول

د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون چارواکي وايي چې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او سپارلو په لړ کې یې دا ځل د رباط سنګي ولسوالۍ په څلورو کلیو کې ۵۴۷ نور کورونه زلزله ځپلو ته سپارلي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس او د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کېسون وياند احمدالله متقي ویلي، چې دوى توانيدلي د قربانيانو لپاره څلور زره کورونه جوړ کړي چې له دې جملې څخه څه د پاسه ٩٠ سلنه خلکو ته وېشل شوي دي. متقي زیاته کړې، چې د دغو ۵۴۷ کورونو د جوړولو لګښت له ۱۲۰ میلیونو افغانیو څخه زیات د اړوند کمېسیون له خوا ورکړل شوی دی.

وروستي مطالب

د کونړ پر سیند د دوو بندونو د جوړېدو چارې پیلیږي

نوي مطالب

زابل کې د ټولګټو چارو ریاست ته نوې ودانۍ جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور