په هرات کې سږ کال د شاتو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی. په دغه ولایت کې د شاتو مچیو پالونکي وايي، چې د سږ کال په لومړیو کې موسمي بارانونو د مچیو ساتنې فارمونه ښه کړي دي. د هرات د مچیو د پالونکو اتحادیه وايي، په پام کې لري، چې سږ کال شاوخوا ۱۵۰ ټنه شات راټول کړي. د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د سږ کال په لومړیو کې د موسمي ورښتونو له امله د شاتو حاصلات زیات شوي او د حاصلاتو کیفیت یې ښه کړی دی. په هرات کې د شاتو مچیو پالونکي وايي، تېر کال یې له ۱۰۰ ټنو څخه کم شات راټول کړي وو، خو سږ کال د شاتو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي دي. دوی د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته او وارداتي شاتو له شتوالي څخه اندېښمن دي. په هرات کې تولید شوي شات یوازې په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي او د شاتو کاروباریان نشي کولی خپل شات نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.