د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خبر پاڼه کې ویلي، هغه کسان چې د ویجاړۍ او هوا د ککړتیا لامل ګرځي د مجرمانو په توګه پیژندل کیږي او له دوی سره به جدي چلند کیږي. په خبر پاڼه دغه راز ویل شوي چې یادې ادارې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه «لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه» جوړ کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پرون (د سپتمبر اوومه) د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د نړیوالو اقداماتو د متحرک کولو په موخه د پاکې هوا نړیواله ورځ نومولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې ناپاکه هوا هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه کسان وژني او په ميليونونو نور په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي.