د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د څه باندې ۲۷ کیلومتره سړک او پر هلمند سیند د ۳۵۰ متره پل د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي په باور دي، چې د دې پل او سړک پر جوړېدو سره به د هلمند سیند پر پخواني تړل شوي پل ټرافیکي ګڼهګوڼه راکمه او د کرنې، صعنت او سوداګرۍ برخو کې به په لویه کچه اسانتیاوې رامنځته شي. که څه هم د دغه سړک او پل کره مالي لګښت نهدی، رسنیز شوی، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، لګښت یې د سرپرست حکومت له بودیجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې د ۲ کلونو په موده کې بشپړې شي.