هیچاته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ورته تعامل غوښتونکی دی. نوموړي تېره ورځ د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستغونډه کې وویل، چې سرپرست حکومت د متوازن سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي. شېر محمد عباس ستانکزی زیاتوي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کوي، چا ته به اجازه ورنه کړي چې، د هېواد امنیت ګډوډ کړي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. ورته مهال، د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وايي چې، سرپرست حکومت په ګاونډیو، سیمې او د نړۍ په هېوادونو کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

وروستي مطالب

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۲پروژو قراردادونه منظور کړي دي

نوي مطالب

له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو صادراتو کې زیاتوالی راغلی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور