د صنایعو او کانونو خونه وايي، ډېر ژر به د هېواد صنعتکارانو ته ځمکې وویشل شي.
د دې خونې چارواکي زیاتوي چې په هېواد کې د ځان بسیاینې یوازینۍ لار د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعتکارانو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو برابرول دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ صنعتي پارکونه فعالیت لري او په پام کې ده چې په راتلونکي کې ۲۶ نور صنعتي پارکونه هم په ولایتونو کې جوړ شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر له مخې، افغانستان اوسمهال په ۱۳۳ توکو کې پر ځان بسیا دی.