د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هېواد کې تر ۲۰۰ پورې د نباتي غوړیو کارخونې فعالیت کوي، چې په کلني ډول ۵۴۲ زره کیلو ګرامه نباتي غوړي تولیدوي.
په ورته وخت کې په هېواد کې د نباتي غوړیو د فابریکو مسوولینو د نباتي غوړیو د تولید د ملاتړ په اړه د سرپرست حکومت د اقتصادي کمېسیون د طرحې هرکلی کړی او د خصوصي سکټور او غوړیو صنعت د ستونزو د حل په موخه یې د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا اقتصادي کارپوهان د وارداتو د بدیل لپاره د کورنیو تولیداتو وده مهمه بولي او وايي، سرپرست حکومت کولی شي، د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د افغانستان صنعتي سکټور پر پښو ودروي.