وروستیو ۵ میاشتو کې افغانستان د جلغوزیو له صادراتو ۸ میلیون ډالر ترلاسه کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او ځينې نورو هېوادونو ته د اته میلیونه ډالرو په ارز ښت جلغوزي صادر کړي دي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې د صادراتو د زیاتېدو لپاره هڅې روانې دي. بلخوا بیا یو شمېر سوداګر وايي، د توکو په تېره بیا د جلغوزیو د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې سرپرست حکومت یې ستونزې حل کړي. اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې که اسانتیاوې برابرې شي، سوداګر کولی شي، په یوه کال کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر کړي او له دې پلوه به، سرپرست حکومت هم ښه عاید تر لاسه کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې، بهر ته د ۴۹ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي، چې ډیری دغه صادرات پاکستان، چین او هند ته شوي دي.

وروستي مطالب

پلازمېنه کابل په لسو څلور لارو کې د ترافيکې څراغونو پرانيسته کيږي

نوي مطالب

ننګرهار کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور