ټرمپ ایران ته: دوه لارې لرئ، یا خبرې اترې وکړئ یا پوځي اقدام کوو

سپینې ماڼۍ یو ځل بیا تهران ته خبرداری ورکړی چې د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو لار غوره کړي.

تر دې وړاندې، د ایران لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د شنبې په ماښام د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړی و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند برایان هیوز نن یکشنبې په یوه بیان کې وویل، “موږ هیله لرو چې د ایران رژیم به د ترهګرۍ پر ځای د خپلو خلکو او غوره ګټو ته لومړیتوب ورکړي.”

هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې که له ایران سره پوځي چلند وشي نو پایلې به یې ویرونکې وي.

تیره پنجشنبې ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي و، له ایران سره د معاملې لپاره یوازې دوه لارې شته، “یا پوځي اقدام یا موافقه” چې ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه منع کړي.

هغه زیاته کړه چې علی خامنه‌ای ته یې لیک استولی او هیله لري چې ایران به د خبرو اترو لار غوره کړي.

Read Previous

تېر کال د افغانستان اقتصاد نږدې درې سلنه وده کړې

Read Next

سرپرست حکومت د هېوادوالو ستونزو حل ته ژمن دی

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Most Popular