د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، پاکستان د ګمرکي تعرفو له لوړولو وروسته دغه هېواد ته د تازه مېوې صادرات د دوو اونیو راهیسې بند شوي دي. یو شمېر سوداګر وايي، چې په دې تعرفې سره د تازه میوو صادرات ورته ګران تمامیږي او سرپرست حکومت باید په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، چې د افغانستان تازه میوې په نورو هېوادونو لکه هند، بنګله دېش او روسیه کې هم ښه بازار لري او باید د چابهار او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې یادو هېوادونو ته صادرات زیات شي. ورته مهال سرپرست حکومت وايي، هڅه کېږي، د خبرو اترو له لارې د افغان سوداګرو ستونزو رسېدنه وشي.