په پاکستان کې د افغان ماشومانو لپاره یو شمېر ښوونځي پرون په داسې حال کې وتړل شول چې کورنۍ یې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي. اسلام اباد د هغو ۱.۷ میلیون افغانانو د نیولو عملیات پیل کړي چې وايي په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي. پاکستان دغو افغانانو ته خبرداری ورکړی که تر سبا ورځې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه و نه وځي، نو په زور به وشړل شي. یو سرښوونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، په اسلام اباد او ورڅېرمه ښار راولپنډۍ کې پنځه ښوونځي پرون وتړل شول. ښوونکو وویل چې د ښوونځیو له تړل کېدو وړاندې، د پولیسو له ویرې، چې بې اسنادو او همدارنګه د کډوالۍ قانوني سند لرونکي افغانان نیسي، زده کونکي ویرېدلي و، له خپلو کورونو نه وتل، چې له امله یې په ښوونځیو کې د حاضرۍ کچه ۷۵ سلنه کمه شوې وه.