کابل کې د لسمې ناحیې اړوند د شیرپور څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د رياست له لورې پیل شوې.
مسؤلين يې وايي، ښاري ښکلا رامنځته کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، دا چاره د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راولي او دا لړۍ به د ښار په کچه نورو برخو ته هم وغځول شي.
دغه څلور لارې به ۹ متره جګوالی ولري، چې مالي لګښت يې عزيزي بانګ په غاړه اخیستی، د یادونې وړ ده چې، وړاندې له دې هم کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا او ښاري نظم په برخه کې چټک ګامونه اخيستي.