پنجشیر کې امریکایي پانګه وال ۱۰میلیونه ډالره پانګونه کوي

د راپورونو له مخې یو امریکایي پانګه وال په پنجشیر ولایت کې د زمردو کانونو د راویستنې په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده. راپورونه وایي دغه امریکایي پانګه وال د پنجشیر ولایت له والي سره په کتنه کې دا ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی په دې برخه کې پانګونې ته لیواله دي. د بغلان والي ویلي چې په دغه ولایت کې په څه باندې ۵۰۰ کانونو کې د زمردو د راویستنې چارې روانې دي او اوس تازه د زمردو ۴۰ نور کانونه هم کشف شوي دي. د مالوماتو له مخې اوس مهال د پنجشیر د زمردو په کانونو کې شاوخوا ۷ زره کسان د کان کیندنې په چارو بوخت دي،که چیرته د پاتې نورو کانونو کېدنې پیل شي؛ نو لا زیاتو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

وروستي مطالب

سرپل کې د یوه کس په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

نوي مطالب

د فراه ـ فراهرود سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور