د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۳۳۳۱.۷۵ قیراطه زمرد د څلورم ځل لپاره د ۸۲۷ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په سوداګرو وپلورل شول. د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري ویلي، چې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ٣٣٣١.٧٥ قیراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې د مسوولينو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول. اميري زياته کړې، چې د داوطلبۍ پروسه په رسمي او قانوني ډول په پوره شفافه توګه ترسره شوه. هغه څرګنده کړې، چې په څه د پاسه يوه مياشت کې دا د پنجشېر د زمرد د کان څلورم محصول دى چې د داوطلبۍ له لارې د هېواد په ملي سوداګرو پلورل کېږي.